د چین ولسمشر وايي، هېواد یې خطرناک حالت سره مخامخ دی

د چین ولسمشر وايي، هېواد یې خطرناک حالت سره مخامخ دی 

25/1/2020
د چین ولسمشر شي ژینګ پنګ د نوي چینايي کال په مناسبت د رخصتۍ پر ورځ یوې حکومتې غونډې ته ویلي، د کرونا نوی ویروس د خپرېدو کچه په زیاتېدو ده.
ولسمشر شي ویلي، هېواد یې یو سخت حالت سره مخامخ دی. نوموړی پر دولتي تلویزیون د سیاسي بیورو په غونډه کې ښودل شوی دی.
د وهان ښار په بشپړ ډول قرنطین شوی، چې دا نوی ویروس پکې لومړی ځل رامنځته شوی دي او د یکشنبې له ورځې شخصي ګاډو ته هم اجازه نه ورکول کېږي، چې د دغه ښار مرکز ته سفر وکړي.
بل لور ته په فرانسه کې د هغه نوي ویروس درې پېښې ثبت شوې، چې په دې وروستیو کې په چین کې موندل شوی دی. په دې سره اوس په رسمي توګه مالومه شوه، چې دغه ویروس اروپا ته خپور شوی دی.

People wear protective masks as they walk outside a shopping mall in Beijing on January 23د انځور حقوقAFP

لومړۍ پېښه د فرانسې په بورډېاکس او دوې نورې پلازمېنه پاریس کې ثبت شوې دي. د فرانسې د روغتیا وزیرې، انېس بوزان، وویل یو ناروغ د چین له وهان ښاره په روانه اونۍ کې راستون شوی.
د هغې په وینا، دغه سړی په بوردو کې روغتون ته د دې ناروغۍ له نښو سره ورغلی و. مېرمن بوزان وویل، چې دویمه پېښه په پاریس کې ثبت شوې ده. یوه بله پېښه په استرالیا هم کې ثبت شوې ده.

Comments

Popular posts from this blog

هلمند کې یوې ښځې په یوه وخت پنځه ماشومان زېږولي

د ډونلډ ټرمپ ايران ته خبرداری