هلمند کې یوې ښځې په یوه وخت پنځه ماشومان زېږولي
د افغانستان په سویلي هلمند ولایت کې د یوې مېرمن پنځه ماشومان په یوه وخت زېږېدلي دي. په نویو زېږېدلو ماشومانو کې څلور نجونې او یو هلک شامل دي.
د ښځو چارو کې د هلمند والي سلاکاره قمر نیازۍ چې د دې ماشومانو لیدو ته ورغلې وه، بي بي سي سره خبرو کې وویل، روغتیاپالانو د مور او د نوموړې په وینا دغه ماشومان له وخته مخکې او د مېندوارۍ پر اوومه میاشت زېږېدلي او دا مهال د لشکرګاه بست روغتون د ځانګړې پاملرنې څانګه کې ساتل کېږي.
د نوموړې په خبره د نویو زېږېدلو کوچنیانو مور د مېندوارۍ پر مهال هېڅ ډول روغتیایي معاینات نه دي ترسره کړي، ځکه نه وه خبره، چې په بطن کې یې پنځه کوچنیان دي.
د دغې ښځې له دې مخکې هم دوه کوچنیان زېږولي و، چې ویل کېږي یو هلک او یوه نجلۍ وه. ماشومانو روغتیايي حالت ډاډمن بللی دی
Comments
Post a Comment