امريکا د ايران بهرنيو چارو وزير ته ويزه ورنکړه

 ملګرو ملتونو کې د ایران استازۍ وايي، تراوسه یې جواد ظریف ته د ویزې نه ور کولو په هکله د امریکا رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.
خو ښاغلي ظریف د دوشنبې په ورځ د قاسم سلیماني په جنازه کې د لکونو خلکو د بې ساري ګډون انځورونو خپرولو سره په پېغرتي ټوېټ کې پر ډونلډ ټرمپ سختې نیوکې کړې وې چې ایران ته پوځي ګواښ کوي.
د قاسم سلیماني د وژلو له امله ایران دې درې ورځې ویر و او د ایران د مذهبي مشر په ګډونو لوړپوړو چارواکو وویل، چې له امریکا سخت غچ اخلي.
قاسم
Image caption
خو ولسمشر ټرمپ ايران ته خبردارى ورکړ که د امريکا له خوا د وژل شوي جنرال قاسم سليماني په غچ اخيستنې لاس پورې کړي نو له خورا چټک او ځپونکي ګوزار سره به مخ شي.
ښاغلی ټرمپ وايي امريکا به د ايران د بريد په ځواب کې ٥٢ ايرانۍ موخې په نښه کړي.
ډونلډ ټرمپ په يوه ټويټري پيغام کې ډانګ پيېلى ګواښ کړى "امريکا نور ګواښ نه مني" او که تهران پر امريکا بريد وکړي نو د ده په وينا پر خپله ايران به خورا سخت او خورا چټک ګوزار وشي.
د امريکا ولسمشر زياته کړې چې دا ٥٢ موخې د هغو ٥٢ امريکايي وگړو استازيتوب کوي چې شاو خوا څلوېښت کاله وړاندې ايران کې برمته شوي و.
نوموړي د دوشنبې په ورځ هم یو ځل بیا ګواښ وکړ چې د ایران پر هغو هدفونو به بریدونه وکړي چې د دغه هېواد کلتور ته اهمیت لري.
هغه واشنګټن ته د ستنېدو پر مهال خبریالانو ته وویل: "ایرانیان دې موږ ووژني، شکنجه مو دې کړي، بمونه دې کېږدي، زموږ وګړو باندې دې چاودنې وکړي، خو موږ دې د هغوی پر کلتوري مرکزونو د برید اجازه ونه لرو، داسې نشي کېدلی".

Comments

Popular posts from this blog

هلمند کې یوې ښځې په یوه وخت پنځه ماشومان زېږولي

د چین ولسمشر وايي، هېواد یې خطرناک حالت سره مخامخ دی

د ډونلډ ټرمپ ايران ته خبرداری