د افغان حکومت اجرائیه مشر او د ثبات او همپالنې ټاکنډلې مشر عبد الله عبد الله ګواښ کړى




د افغان حکومت اجرائیه مشر او د ثبات او همپالنې
ټاکنډلې  مشر عبد الله عبد الله ګواښ کړى چې نور د ولسمشر محمد اشرف غني د یو اړخیزه کړنو پر وړاندې يې زغم پای ته رسیدلى او که دا حالت دوام وکړي نو دی به هم ورته اقدامونه وکړي .
ښاغلي عبد الله چې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته یې وینا کوله وويل: "اعلان کوم که - ګومارنې - همدا ډول دوام وکړي نو نور به ونه زغمل شي. موږ به د قانون او سیاسي هوکړې د پلې کولو لپاره له ګومارنو نیولې تر هر ځایه چې وي لازم اقدامات او اجرات وکړو."
ښاغلي عبدالله زياته کړه چې دا گام هېواد ثبات لپاره کوي.
د اجراييه رييس دا غبرګون داسې مهال مخې ته راځي چې ولسمشر محمد اشرف غني هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال او چارسمبالي په توګه پر دنده ګومارلى.
ښاغلي عبد الله ټینګار وکړ چې د اوسني ملي یوالي حکومت بنسټ او د مشروعیت سرچینه هغه سیاسي هوکړه ده چې د دوى ترمنځ شوې. د هغه په وینا تر څو چې د ټاکنو پایلې اعلانیږي حکومت به پر همدې بڼه دوام کوي او ولسمشرۍ ماڼۍ حق نه لري چې د ده په وينا یو اړخیز ګامونه پورته کړي. د حکومت اجرايیه مشر وویل د دې یو اړخیزو ګامونو له امله د هېواد مهم بنسټونه ګډوډ شوي دي

Comments

Popular posts from this blog

هلمند کې یوې ښځې په یوه وخت پنځه ماشومان زېږولي

د چین ولسمشر وايي، هېواد یې خطرناک حالت سره مخامخ دی

د ډونلډ ټرمپ ايران ته خبرداری