دمنظور پښتین د نیولو خلاف ګرده نړۍ کې د احتجاجونو اعلان





پښتون ژغورنه غورځنګ د سې شنبې پر ورځ د خپل مشر منظور احمد پښتین د نیونې خلاف په ټول پاکستان اونړۍ کې د لاریونونو او احتجاجونو اعلان کړی دی.

دا خبره د دغه غورځنګ یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ نن په اسلام اباد کې د خبري کنفرانس پر مهال وکړ. نوموړي وویل، چې مشر منظور پښتین یې په ناروا مقدمه کې نیول شوی دی او له پاکستان سرکار یې د هغه د زغرده خوشېکېدو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل چې په دغه احتجاجونو کې به خپله راتلونکې کړنلاره ټاکي، ده پر خپلو کارکنانو ږغ وکړ چې د تېر غوندې به په سباني (۲۸م جنوري) احتجاجونو کې دې په پرامنه توګه راووځي. د ده په وینا چې ریاست ته به د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیونه ګرانه پرېوزي.

اسلام اباد کې نننۍ خبري غونډې ته د پي ټي اېم پلوي قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر، وتلي سیاستوال افراسیاب خټک، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ، د بشري حقونو فعال او پخوانی سېنېټر فرحت الله بابر یوشمېر نورو سیاسي مشرانو هم وینا وکړه.

علي وزیر په خپلو څرګندونو کې د پاکستان پر ټولو جمهوري خلکو ږغ وکړ چې ددوی ږغ بدرګه کړي او په سباني احتجاج کې ورسره برخه واخلي.

د نوموړي وینا وه چې نن هم په شمالي او جنوبي وزیرستان کې ولس د ظلمونو خلاف پر احتجاجونو دي او منظور پښتین په دغه احتجاج کې د ګډون لپاره نن روان وو چې ریاست په نیمه شپه ونیولی.

د علي وزیر وینا وه چې د مظلومو قانونو د حقونو لپاره به خپل مزاحمت جاري ساتي.

د پیپلز ګوند پخواني سېنېټر فرحت بابر په خپلو خبرو کې وویل چې ګوند یې د منظور پښیتن د نیولو په کلکو ټکیو غندنه کړې او له ریاسته یې د هغه د پرېښودو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل یو خوا د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک له پي ټي اېم سره د مذاکراتو خبره کوي او بلخوا ریاست د غورځنګ مشر نیسي.

خبري غونډې ته په خپله وینا کې افراسیاب خټک په خپلو څرګندونو کې د پاکستان ریاست ته په خبردارۍ سره وویل چې خپل ظلمونه دې حد ته مه رسوی چې هغه د ټولوژنې یا نسل وژنې بڼه ونیسي.

د ده په وینا د پي ټي اېم تحریک د پښتنو د سیمې یو ریښتونی ږغ دی. دغه خلک ایین مني، قانون مني، د ده په خبره د اتفاق خبره دا ده چې د منظور پښتین خلاف هم هغه دفعې لګول شوې دي چې د باچا خان خلاف، د ولي خان خلاف او د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي خلاف لګول شوې وه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ د منظور پښتین نیونه په سختو ټکیو وغندله او زیاته یې کړه چې دا غورځنګ له لومړۍ ورځې راهیسي په سوله ییزه توګه خپله مبارزه کوي. د ده په وینا د پاکستان په دا ورستي تاریخ کې دې غورځنګ تر حکومتي او اپوزېشن داوړو ډېرې سترې غونډې کړې دي خو نه یې چا ته او نه هم د ریاست پرضد اقدام کړی دی. د نوموړي په وینا د پښتین ډېرې ساده غوښتنې دي چې په لومړي سر کې هغه د ترهګرۍ خلاف دي، د پښتنو نسل کشۍ خلاف دي، د ورکو کسانو خلاف ږغ دی. په دې کې پر یوه خاوره د یوه ملت پر وسایلو د قام حق تسلیمولو مطالبه ده. او د دې مطالبو حمایت په ملیونونو پښتنو کړی دی، د پاکستان ټولو اپوزېشن ګوندونو، د پاکستان اوسني وزیر اعظم او د پوځ مشر د منظور پښتین د مطالبو ملاتړي دي، د کاکړ په وینا بیا هغه کومه خبره ده چې پرله پسې د پي ټی ایم خلاف عملیات روان دي. نوموړي د منظور پښتین لپاره د محسن داوړ کړي اعلان ملاتړ چې ګوند به یې په ټول ملک په ګرده نړۍ کې د احتجاج لپاره راوځي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور پولیسو د جنورۍ پر ۲۷مه پیشلمي مهال ونیولی او پر هغه یې د نقص امن په ګډون یو شمېر دفعې لګولې دي.

د پېښور تاکال تاڼې يوه چارواکي نبي ګل مشال راډیو ته وويل، په ډېره اسماعيل خان کې د پي ټي اېم د مشر ضد مقدمه درج وه نو د هغوی په غوښتنه يې نيولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ مشال راډیو ته ویلي چې د پېښور او ډېره اسماعیل خان پولیسو منظور پښتین په شاهین ټاون کې له یوه کوره نیولی دی.

Comments

Popular posts from this blog

هلمند کې یوې ښځې په یوه وخت پنځه ماشومان زېږولي

د چین ولسمشر وايي، هېواد یې خطرناک حالت سره مخامخ دی

د ډونلډ ټرمپ ايران ته خبرداری