امارات افغانانو ته پنخه کلنې ويزې ورکوي
امارات:
افغانان کولی شي د اماراتو پنځه کلنه ویزه واخلي
افغانان کولی شي د اماراتو پنځه کلنه ویزه واخلي
متحده عرب اماراتو اعلان کړی دی چې افغانان له دې وروسته کولی شي د دوبۍ پنځه کلنه ویزه ترلاسه کړي. د عرب اماراتو د امیر مرستیال او د دوبۍ حاکم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، هر کال د نړۍ تر ۲۱ میلیونه ډېر وګړي له دوبۍ څخه
لیدنه کوي نو له همدې امله د افغانستان په شمول د ټولو هېوادونو اتباع کولی شي دوبۍ ته د داخلېدو پنځه کلنه ویزه واخلي. عرب اماراتو تر دې وړاندې افغان خواریکښو ته دوه کلنه ویزه ورکوله او هر کال به یې د ډېرو پیسو په بدل کې نوې کوله. هغه دا ندي ویلي چې اوس به هم د ویزې نوي کولو اړتیا وي او که نه. عرب امارات یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په زرګونو افغانان د مزدورۍ لپاره ورځي.
Comments
Post a Comment