امریکا کینیا ته نور سرتېري لېږلي
امریکا کینیا ته نور سرتېري لېږلي
وروسته تر هغه چې د تېرې یکشنبې په ورځ په کینیا کې د امریکایي پوځیانو پر یوې اډې د الشباب وسله والې ډلې برید وکړ او درې امریکایي سرتېري یې ووژل، د امریکا پوځ تایید کړې ده چې دغه هېواد ته یې نور سرتېري لېږلي دي. یو امریکایي چارواکي د نوم نه
ښودو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي چې شاوخوا پنځوس امریکایي سرتېري کینیا ته استول شوي دي. کینیا کې د امریکایي ځواکونو مشر ویلي چې دا ځواکونه د امنیتي تدابیرو د پیاوړي کولو په موخه یاد هېواد ته استول شوي دي. په کینیا کې د امریکایي پوځیانو پر یوې اډې برید کې درې سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د برید پړه له القاعده سره تړلې الشباب وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې ده.
Comments
Post a Comment