د قاسم سلیماني ویر، ټېل ماټېل کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي
د ایران کرمان کې د قدس ځواکونو مشر تورنجرال قاسم سلیماني د ویر مراسمو پرمهال ګڼې ګوڼې ۳۵ کسان وژل شوي او ۴۸ نور سخت ژوبل شوي. چارواکي وايي، د سلیماني مړی به وروسته خاورو ته وسپارل شي

حمید شمس الدیني ویلي، دا ډول اواز د "دښمنانو" بابیزه خبرې دي.
د جنازې مراسمو کې د ګڼې ګوڼې او مرګ ژوبلې له کبله د قاسم سلیماني د خښولو مراسم لغوه شوي او وروسته به اعلانېږي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د قدس ځواکونو مشر تورنجنرال قاسم سلیماني د افغانستان، لبنان، یمن، عراق سوریې او فلسطین په ګډون د سیمې هېوادونو ته نه هېرېدونکی خدمت کړی دی.
حسن روحاني د قاسم سلیماني د مېرمنې او بچیانو سره لیدنه کې دا خبره کوي، چې تېره جمعه د امریکا بې پیلوټه الوتکو د بغداد هوايي ډګر کې په نښه کړ.
ښاغلي روحاني د قاسم سلیماني کورنۍ ته د خواخوږۍ لپاره ورغلی او د نوموړي وېرجنې کورنۍ ته د تسلیت پر مهال وویل:
Comments
Post a Comment