Posts

دمنظور پښتین د نیولو خلاف ګرده نړۍ کې د احتجاجونو اعلان

Image
پښتون ژغورنه غورځنګ د سې شنبې پر ورځ د خپل مشر منظور احمد پښتین د نیونې خلاف په ټول پاکستان اونړۍ کې د لاریونونو او احتجاجونو اعلان کړی دی. دا خبره د دغه غورځنګ یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ نن په اسلام اباد کې د خبري کنفرانس پر مهال وکړ. نوموړي وویل، چې مشر منظور پښتین یې په ناروا مقدمه کې نیول شوی دی او له پاکستان سرکار یې د هغه د زغرده خوشېکېدو غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې په دغه احتجاجونو کې به خپله راتلونکې کړنلاره ټاکي، ده پر خپلو کارکنانو ږغ وکړ چې د تېر غوندې به په سباني (۲۸م جنوري) احتجاجونو کې دې په پرامنه توګه راووځي. د ده په وینا چې ریاست ته به د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیونه ګرانه پرېوزي. اسلام اباد کې نننۍ خبري غونډې ته د پي ټي اېم پلوي قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر، وتلي سیاستوال افراسیاب خټک، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ، د بشري حقونو فعال او پخوانی سېنېټر فرحت الله بابر یوشمېر نورو سیاسي مشرانو هم وینا وکړه. علي وزیر په خپلو څرګندونو کې د پاکستان پر ټولو جمهوري خلکو ږغ وکړ چې ددوی ږغ بدرګه کړي او په سبا

د افغان حکومت اجرائیه مشر او د ثبات او همپالنې ټاکنډلې مشر عبد الله عبد الله ګواښ کړى

Image
د افغان حکومت اجرائیه مشر او د ثبات او همپالنې ټاکنډلې  مشر عبد الله عبد الله ګواښ کړى چې نور د ولسمشر محمد اشرف غني د یو اړخیزه کړنو پر وړاندې يې زغم پای ته رسیدلى او که دا حالت دوام وکړي نو دی به هم ورته اقدامونه وکړي . ښاغلي عبد الله چې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته یې وینا کوله وويل: "اعلان کوم که - ګومارنې - همدا ډول دوام وکړي نو نور به ونه زغمل شي. موږ به د قانون او سیاسي هوکړې د پلې کولو لپاره له ګومارنو نیولې تر هر ځایه چې وي لازم اقدامات او اجرات وکړو." ښاغلي عبدالله زياته کړه چې دا گام هېواد ثبات لپاره کوي. د اجراييه رييس دا غبرګون داسې مهال مخې ته راځي چې ولسمشر محمد اشرف غني هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال او چارسمبالي په توګه پر دنده ګومارلى. ښاغلي عبد الله ټینګار وکړ چې د اوسني ملي یوالي حکومت بنسټ او د مشروعیت سرچینه هغه سیاسي هوکړه ده چې د دوى ترمنځ شوې. د هغه په وینا تر څو چې د ټاکنو پایلې اعلانیږي حکومت به پر همدې بڼه دوام کوي او ولسمشرۍ ماڼۍ حق نه لري چې د ده په وينا یو اړخیز ګامونه پورته کړي. د حکومت اجرايیه مشر وویل د دې یو

کرونا ویروس امریکا متحده ایالاتو ته هم رسیدلی

Image
کروناکرونا ویروس امریکا متحده ایالاتو ته هم رسیدلی په امریکا متحده ایالاتو کې د سږو هغه ناروغي تثبیت شوې ده، چې په چین کې پرې په سلونو کسان ناروغه شوي دي. چین اوس ویلي دي چې د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شوو کسانو شمیر نهو تنو ته رسیدلی دی. د امریکا متحده ایالاتو د روغتیا او ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز خبر ورکړی دی چې د سېتل یو اوسیدونکی د چین له ووهان ولایت څخه تر راګرځیدو وروسته د دغي ناروغۍ کوم علایم نه درلودل خو د سېتل روغتون ته د معایناتو له پاره تر ورتگ وروسته په روغتون کې د تیست په پایله کې په کرونا ویروس د هغه اخته کیدل تائید شول. ویل شوي دي چې د ناروغ وضعیت ښه دی. په امريکا کې د دغه نوي ویروس د نورو پيښو اټکل هم کیږي. د امريکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز په دې تړاو د کنترول د پراخولو اعلان کړی دی چې دغه چاره به د دې هيواد د ختیځ په نیمایي هوایي ډګرونو کې ترسره شي. ویروس نورو هیوادونو ته خپور شوی دی چینایي چارواکو په ووهان ولایت کې د دغه نوي ویروس له کبله د نورو کسانو د مړیني خبر ورکړی دی. ویل شوي دي چې تر اوسه د دغه ویروس له کبله نهه تنه مړه شوي دي او زیا

د چین ولسمشر وايي، هېواد یې خطرناک حالت سره مخامخ دی

Image
د چین ولسمشر وايي، هېواد یې خطرناک حالت سره مخامخ دی  25/1/2020 دا له نورو سره شریک کړئ فېسبوک   دا له نورو سره شریک کړئ WhatsApp   دا له نورو سره شریک ک شریک یې کړئ د چین ولسمشر شي ژینګ پنګ د نوي چینايي کال په مناسبت د رخصتۍ پر ورځ یوې حکومتې غونډې ته ویلي، د کرونا نوی ویروس د خپرېدو کچه په زیاتېدو ده. ولسمشر شي ویلي، هېواد یې یو سخت حالت سره مخامخ دی. نوموړی پر دولتي تلویزیون د سیاسي بیورو په غونډه کې ښودل شوی دی. د وهان ښار په بشپړ ډول قرنطین شوی، چې دا نوی ویروس پکې لومړی ځل رامنځته شوی دي او د یکشنبې له ورځې شخصي ګاډو ته هم اجازه نه ورکول کېږي، چې د دغه ښار مرکز ته سفر وکړي. بل لور ته په فرانسه کې د هغه نوي ویروس درې پېښې ثبت شوې، چې په دې وروستیو کې په چین کې موندل شوی دی. په دې سره اوس په رسمي توګه مالومه شوه، چې دغه ویروس اروپا ته خپور شوی دی. د انځور حقوق AFP لومړۍ پېښه د فرانسې په بورډېاکس او دوې نورې پلازمېنه پاریس کې ثبت شوې دي. د فرانسې د روغتیا وزیرې، انېس بوزان، وویل یو ناروغ د چین له وهان ښاره په روانه اونۍ کې راستون شوی. د هغې په وینا،

هلمند کې یوې ښځې په یوه وخت پنځه ماشومان زېږولي

Image
د افغانستان په سویلي هلمند ولایت کې د یوې مېرمن پنځه ماشومان په یوه وخت زېږېدلي دي. په نویو زېږېدلو ماشومانو کې څلور نجونې او یو  هلک شامل دي. د ښځو چارو کې د هلمند والي سلاکاره قمر نیازۍ چې د دې ماشومانو لیدو ته ورغلې وه، بي بي سي سره خبرو کې وویل، روغتیاپالانو د مور او       د نوموړې په وینا دغه ماشومان له وخته مخکې او د مېندوارۍ پر اوومه میاشت زېږېدلي او دا مهال د لشکرګاه بست روغتون د ځانګړې پاملرنې څانګه کې ساتل کېږي. د نوموړې په خبره د نویو زېږېدلو کوچنیانو مور د مېندوارۍ پر مهال هېڅ ډول روغتیایي معاینات نه دي ترسره کړي، ځکه نه وه خبره، چې په بطن کې یې پنځه کوچنیان دي. د دغې ښځې له دې مخکې هم دوه کوچنیان زېږولي و، چې ویل کېږي یو هلک او یوه نجلۍ وه.      ماشومانو روغتیايي حالت ډاډمن بللی دی

د ډونلډ ټرمپ ايران ته خبرداری

Image
د انځور حقو د بغداد هوايي ډګر کې د قاسم سلیماني او د عراق د حشد شعبي ډلې د  مرستیال د وژل کېدو غبرګون کې د عراق پارلمان د یکشنبې په ورځ یوه قرارداد کې له حکومت وغوښتل چې له خپلې خاورې امریکايي پوځیان وباسي. خو ولسمشر ټرمپ وايي، که د عراق حکومت له خپل هېواد امریکايي ځواکونه وباسي، واشنګټن به سخت بندیزونه پرې ولګوي. ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل، امریکا عراق کې ډېره ځانګړې او ګرانبیه اډه جوړه کړې چې تر میلیاردونو ډالر لګښت پرې شوی دی: "موږ عراق نه پرېږدو، مګر په دې شرط چې د دې اډې لګښت را کړي". د هغه په خبره، پر عراق به داسې بندیزونه ولګېږي چې پر ایران لګېدلي بندیزونه به ورته هیڅ ښکاره شي.

امريکا د ايران بهرنيو چارو وزير ته ويزه ورنکړه

Image
 ملګرو ملتونو کې د ایران استازۍ وايي، تراوسه یې جواد ظریف ته د ویزې نه ور کولو په هکله د امریکا رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی. خو ښاغلي ظریف د دوشنبې په ورځ د قاسم سلیماني په جنازه کې د لکونو خلکو د بې ساري ګډون انځورونو خپرولو سره په پېغرتي ټوېټ کې پر ډونلډ ټرمپ سختې نیوکې کړې وې چې ایران ته پوځي ګواښ کوي. د قاسم سلیماني د وژلو له امله ایران دې درې ورځې ویر و او د ایران د مذهبي مشر په ګډونو لوړپوړو چارواکو وویل، چې له امریکا سخت غچ اخلي. Image caption خو ولسمشر ټرمپ ايران ته خبردارى ورکړ که د امريکا له خوا د وژل شوي جنرال قاسم سليماني په غچ اخيستنې لاس پورې کړي نو له خورا چټک او ځپونکي ګوزار سره به مخ شي. ښاغلی ټرمپ وايي امريکا به د ايران د بريد په ځواب کې ٥٢ ايرانۍ موخې په نښه کړي. ډونلډ ټرمپ په يوه ټويټري پيغام کې ډانګ پيېلى ګواښ کړى "امريکا نور ګواښ نه مني" او که تهران پر امريکا بريد وکړي نو د ده په وينا پر خپله ايران به خورا سخت او خورا چټک ګوزار وشي. د امريکا ولسمشر زياته کړې چې دا ٥٢ موخې د هغو ٥٢ امريکايي وگړو استازيتوب کوي چې شاو خوا څلوېښت کاله وړاندې ايرا