دمنظور پښتین د نیولو خلاف ګرده نړۍ کې د احتجاجونو اعلان
پښتون ژغورنه غورځنګ د سې شنبې پر ورځ د خپل مشر منظور احمد پښتین د نیونې خلاف په ټول پاکستان اونړۍ کې د لاریونونو او احتجاجونو اعلان کړی دی. دا خبره د دغه غورځنګ یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ نن په اسلام اباد کې د خبري کنفرانس پر مهال وکړ. نوموړي وویل، چې مشر منظور پښتین یې په ناروا مقدمه کې نیول شوی دی او له پاکستان سرکار یې د هغه د زغرده خوشېکېدو غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې په دغه احتجاجونو کې به خپله راتلونکې کړنلاره ټاکي، ده پر خپلو کارکنانو ږغ وکړ چې د تېر غوندې به په سباني (۲۸م جنوري) احتجاجونو کې دې په پرامنه توګه راووځي. د ده په وینا چې ریاست ته به د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیونه ګرانه پرېوزي. اسلام اباد کې نننۍ خبري غونډې ته د پي ټي اېم پلوي قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر، وتلي سیاستوال افراسیاب خټک، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ، د بشري حقونو فعال او پخوانی سېنېټر فرحت الله بابر یوشمېر نورو سیاسي مشرانو هم وینا وکړه. علي وزیر په خپلو څرګندونو کې د پاکستان پر ټولو جمهوري خلکو ږغ وکړ چې ددوی ږغ بدرګه کړي او په سبا